Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله

Дата публикации: 27-03-2026 12:08:23

د خیبر چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ تړلې ده.یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چارواکو یوه ورځ مخکې هغه لاره د هغو افغانانو لپاره پرانیسته چې هېواد ته د ستنېدو په موخه وار له مخه په تورخم یا شاوخوا سیمو کې پراته ول.
ده وویل، لاره ځکه دوباره وتړل شوه چې طالبانو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د پاکستان پر پوستې ډزې وکړې چې پکې د اېف سي یو صوبېدار ژوبل شو.
د طالبانو حکومت لا پر پوستې د ډزو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډي د مارچ پر ۲۶مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د اختر په مناسبت شوی پینځه ورځنی اوربند د روانې میاشت پر ۲۳مه ختم شو خو د "دوستو هېوادونو په مشوره" یې بمباري درولې ده.
نوموړي البته خبرداری ورکړ چې پاکستان به بیا هم "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په افغانستان کې دننه "عملیات" کوي.
کونډي له افغانستان سره د لارو بندېدو د دوام خبره هم وکړه او و یې ویل چې د تورخم او چمن لارې یې له پاکستانه د افغانانو ستنولو لپاره پرانیستې دي خو د خلکو او تجارت پر مخ تړلې دي.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ ۲۸ لارې دي چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ له نښتو او پر یو بل له بریدونو راهیسې تړلې دي.
پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.
د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل.
د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو دعوه وکړه چې روغتون یې نه دی ویشتلی او "پوځي تاسیسات، د ترهګرۍ مرکزونه" او "د وسلو زېرمتون" یې په نخښه کړی دی.
البته د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یوشمېر نړیوالو ادارو ویلي دي چې په هغه برید کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نخښه شوی چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې وویل، پر روغتون د پاکستان هوايي برید "ناقانونه" وو او "ښايي جنګي جرم" وبلل شي.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.


Основное содержимое страницы с новостью.

د خیبر چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغان کډوالو پر مخ تړلې ده.

یو انتظامي چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۲۷مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چارواکو یوه ورځ مخکې هغه لاره د هغو افغانانو لپاره پرانیسته چې هېواد ته د ستنېدو په موخه وار له مخه په تورخم یا شاوخوا سیمو کې پراته ول.

ده وویل، لاره ځکه دوباره وتړل شوه چې طالبانو د مارچ پر ۲۶مه شپې مهال د پاکستان پر پوستې ډزې وکړې چې پکې د اېف سي یو صوبېدار ژوبل شو.

د طالبانو حکومت لا پر پوستې د ډزو د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډي د مارچ پر ۲۶مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د اختر په مناسبت شوی پینځه ورځنی اوربند د روانې میاشت پر ۲۳مه ختم شو خو د "دوستو هېوادونو په مشوره" یې بمباري درولې ده.

نوموړي البته خبرداری ورکړ چې پاکستان به بیا هم "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په افغانستان کې دننه "عملیات" کوي.

کونډي له افغانستان سره د لارو بندېدو د دوام خبره هم وکړه او و یې ویل چې د تورخم او چمن لارې یې له پاکستانه د افغانانو ستنولو لپاره پرانیستې دي خو د خلکو او تجارت پر مخ تړلې دي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ ۲۸ لارې دي چې د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د دواړو خواوو د ځواکونو ترمینځ له نښتو او پر یو بل له بریدونو راهیسې تړلې دي.

پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.

د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل.

د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.

خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو دعوه وکړه چې روغتون یې نه دی ویشتلی او "پوځي تاسیسات، د ترهګرۍ مرکزونه" او "د وسلو زېرمتون" یې په نخښه کړی دی.

البته د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یوشمېر نړیوالو ادارو ویلي دي چې په هغه برید کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نخښه شوی چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې وویل، پر روغتون د پاکستان هوايي برید "ناقانونه" وو او "ښايي جنګي جرم" وبلل شي.

د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.

د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 03.8425-01-2026
2عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی04.7626-02-2026
3سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
4تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی04.105-02-2026
5د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 03.0327-01-2026
6онлайн заказ Плавание в бассейне Яндекс Маркет Задумывались ли вы ...0021-02-2025
7Багаевская: День 18 дек, Вт0017-12-2018
8Багаевская: Вечер 17 дек, Пн0017-12-2018
9د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی03.7226-02-2026
10خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده04.2312-02-2026

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 4.23. Источник: www.mashaalradio.com.