Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی

Дата публикации: 05-02-2026 08:22:29

د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په امنیتي پوسته کې د ډرون مرمۍ (ګوله) چاودېدو په پېښه کې د پوځ یو افسر وژل شوی او یو سرتېری ژوبل دی.په خیبر کې د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پوځ او ملېشې ځواک غړو د فبرورۍ پر څلورمه د تیرا اکاخېلو په مماڼې پوسته کې دنده ترسره کوله چې د بې پیلوټه الوتکې توغندی وچاودېد چې پکې د پوځ کپتان عباس خان شینواری ووژل شو او یو بل سرتېری ژوبل شو.
چارواکي دا په ډاګه نه کړه چې مرمۍ څنګه وچاودېده خو په تیرا کې ځینې عیني شاهدانو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر څلورمه په سیمه کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې وشوې چې پکې دواړو خواوو د یو بل پر ضد لویې او وړې وسلې وکارولې.
هغوی وايي، د نښتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسلوالو پرضد توپونه هم کارولي دي.
د هغوی په وینا، په یوه پېښه کې د یو ولسي وګړي پر کور د هاوان (مارټر) مرمۍ لګېدلې چې پکې د یوې خونې چت پرېوتی خو چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.
دوی زیاتوي چې په اکاخېلو کې دوه نورې مرمۍ پر یو وړوکي مارکېټ او د تېلو پر پمپ لګېدلې دي چې زیان یې اړولی دی.
د پاکستان پوځ لا د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو او د نښتو پر مهال ولسي ابادیو او د کاروبار ځایونو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی.
د ملېشې ځواک سرتېری وايي، هم د فبرورۍ پر څلورمه د پوځي افسر جنازه په پېښور کې وشوه چې ورته د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سهېل اپرېدي او د پېښور د کور کمانډر (قول اردو مشر) جنرال احمد بخاري او په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي او افسران ورغلي ول.
د شینواري مړی وروسته لواړګي (لنډي کوتل) ته ولېږدول شو چې هلته یې هم خلکو د جنازې لمونځ وکړ او بیا یې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاره.
د تیرا په اکاخېلو کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې د هغې درې له یوې برخې څخه د شپږو قومونو شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ په ډېسېمبر کې ویلي ول چې په خیبر کې یې د پوځ له افسرانو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کلیو پر خالي کولو موافقه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وروستیو کې په بیا بیا د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی خو د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وايي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره د "عزم استحکام" په نوم روان هدفي عملیات اړین دي.
د تیرا د نورو یوشمېر برخو په ګډون په اکاخېلو کې هم له څو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې وسلوالې ډلې فعاله دي. په هغه سیمه کې وخت په وخت د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې کېږي.
د ۲۰۲۵ز کال په سېپټېمبر کې د پوځ په هوايي برید کې ۲۳ ولسي وګړي وژل شوي ول خو امنیتي ځواکونو دعوه کړې وه چې هېڅ حمله یې نه ده کړې او زیاته کړې یې وه چې هلته وسلوالو بارود ایښي ول چې چاودنې یې ولسي وګړو ته مرګژوبله واړوله.


Основное содержимое страницы с новостью.

د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې په امنیتي پوسته کې د ډرون مرمۍ (ګوله) چاودېدو په پېښه کې د پوځ یو افسر وژل شوی او یو سرتېری ژوبل دی.

په خیبر کې د ملېشې ځواک یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پوځ او ملېشې ځواک غړو د فبرورۍ پر څلورمه د تیرا اکاخېلو په مماڼې پوسته کې دنده ترسره کوله چې د بې پیلوټه الوتکې توغندی وچاودېد چې پکې د پوځ کپتان عباس خان شینواری ووژل شو او یو بل سرتېری ژوبل شو.

چارواکي دا په ډاګه نه کړه چې مرمۍ څنګه وچاودېده خو په تیرا کې ځینې عیني شاهدانو د نومونو نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د فبرورۍ پر څلورمه په سیمه کې د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې وشوې چې پکې دواړو خواوو د یو بل پر ضد لویې او وړې وسلې وکارولې.

هغوی وايي، د نښتو پر مهال امنیتي ځواکونو د وسلوالو پرضد توپونه هم کارولي دي.

د هغوی په وینا، په یوه پېښه کې د یو ولسي وګړي پر کور د هاوان (مارټر) مرمۍ لګېدلې چې پکې د یوې خونې چت پرېوتی خو چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې.

دوی زیاتوي چې په اکاخېلو کې دوه نورې مرمۍ پر یو وړوکي مارکېټ او د تېلو پر پمپ لګېدلې دي چې زیان یې اړولی دی.

د پاکستان پوځ لا د سیمې د اوسېدونکو د څرګندونو او د نښتو پر مهال ولسي ابادیو او د کاروبار ځایونو ته د زیان اوښتو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د عملیاتو پر مهال د ولسي خلکو د سر او مال ساتنې ته ژمن دی.

د ملېشې ځواک سرتېری وايي، هم د فبرورۍ پر څلورمه د پوځي افسر جنازه په پېښور کې وشوه چې ورته د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سهېل اپرېدي او د پېښور د کور کمانډر (قول اردو مشر) جنرال احمد بخاري او په ګډون یوشمېر لوړپوړي چارواکي او افسران ورغلي ول.

د شینواري مړی وروسته لواړګي (لنډي کوتل) ته ولېږدول شو چې هلته یې هم خلکو د جنازې لمونځ وکړ او بیا یې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپاره.

د تیرا په اکاخېلو کې دا پېښه پر داسې مهال شوې ده چې د جنورۍ له ۱۰مې راهیسې د هغې درې له یوې برخې څخه د شپږو قومونو شاوخوا ۹۰ سلنه خلکو کډې کړې دي. د تیرا د ولسي مشرانو ۲۴ کسیزه کمېټۍ په ډېسېمبر کې ویلي ول چې په خیبر کې یې د پوځ له افسرانو سره په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د کلیو پر خالي کولو موافقه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي په وروستیو کې په بیا بیا د صوبې په بېلابېلو برخو کې د وسلوالو پرضد د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی خو د پاکستان پوځ او وفاقي حکومت وايي چې د ناامنۍ ختمولو لپاره د "عزم استحکام" په نوم روان هدفي عملیات اړین دي.

د تیرا د نورو یوشمېر برخو په ګډون په اکاخېلو کې هم له څو کلونو راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او پکې وسلوالې ډلې فعاله دي. په هغه سیمه کې وخت په وخت د وسلوالو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتې کېږي.

د ۲۰۲۵ز کال په سېپټېمبر کې د پوځ په هوايي برید کې ۲۳ ولسي وګړي وژل شوي ول خو امنیتي ځواکونو دعوه کړې وه چې هېڅ حمله یې نه ده کړې او زیاته کړې یې وه چې هلته وسلوالو بارود ایښي ول چې چاودنې یې ولسي وګړو ته مرګژوبله واړوله.

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده03.8423-01-2026
2د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی04.3624-01-2026
3د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي05.1822-01-2026
4د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 03.0327-01-2026
5د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی03.7226-02-2026
6سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
7د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 03.8425-01-2026
8عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی04.7626-02-2026
9پاکستان یو ځل بیا د تورخم لاره د ستنېدونکو افغانانو پرمخ وتړله04.2327-03-2026
10د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده04.3631-03-2026

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 4.1. Источник: www.mashaalradio.com.