Вход на сайт

Просмотр новости

Найдите то, что Вас интересует

په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی

Дата публикации: 20-03-2026 15:05:31

د خیبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې له وسلوالو سره په نښته کې يو سرتېری وژل وژل شوی او دوه ژوبل دي. په خیبر کې د سرحدي ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د مارچ پر ۲۰مه غرمه مهال د باړې په برقمبرخېلو کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمينځ په نښته کې د اېف سي ځواک یو صوبېدار ووژل شو او یو مېجر او يو سپاهي ژوبل شول.
نوموړي زياته کړه چې دا پېښه په برقمبر خېلو کې د وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال شوې ده.
کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي ول. د مارچ پر ۱۸مه شپې مهال وسلوالو د هغې ضلعې په تپي کې وسلوالو په اعتکاف ناست یو ځوان وواژه.
د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.
له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.
اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.


Основное содержимое страницы с новостью.

د خیبر پښتونخوا په خيبر ضلع کې له وسلوالو سره په نښته کې يو سرتېری وژل وژل شوی او دوه ژوبل دي.

په خیبر کې د سرحدي ځواک یوه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د مارچ پر ۲۰مه غرمه مهال د باړې په برقمبرخېلو کې د امنیتي سرتېرو او وسلوالو ترمينځ په نښته کې د اېف سي ځواک یو صوبېدار ووژل شو او یو مېجر او يو سپاهي ژوبل شول.

نوموړي زياته کړه چې دا پېښه په برقمبر خېلو کې د وسلوالو د لټون عملیاتو پر مهال شوې ده.

کومې وسلوالې ډلې لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې په وسلوال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي ول. د مارچ پر ۱۸مه شپې مهال وسلوالو د هغې ضلعې په تپي کې وسلوالو په اعتکاف ناست یو ځوان وواژه.

د هغو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.

اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

Схожие новости

#Наименование новостиТональностьИнформативностьДата публикации
1د خيبر چارواکو په ډرون بريد کې د ۱۰ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده04.3631-03-2026
2د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی03.7226-02-2026
3تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده03.8423-01-2026
4د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې 03.8425-01-2026
5د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده 03.0327-01-2026
6د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی04.3624-01-2026
7سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي04.102-02-2026
8خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده04.2312-02-2026
9د تیرا د یوې کډوالې کورنۍ د ګاډي اوښتو پېښې ۲ ماشومان وژلي05.1822-01-2026
10عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی04.7626-02-2026

Классификация: . Схожих патентов: 0. Схожих новостей: 10. Тональность: 0. Информативность: 3.6. Источник: www.mashaalradio.com.