د خيبر پښتونخوا په خیبر ضلع کې د سرحدي ځواک چارواکي دعوه کوي چې د باړې په اکاخېلو کې پوځ په ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ وسلوال وژلي دي.د سرحدي ځواک (اېف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۳۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.
چارواکي دعوه وکړه چې وسلوال له تېرو څو اونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه سرکاري روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې دعوې پخلی کړی دی.
بل پلو، د باړې سیاسي اتحاد مشران وايي چې د مارچ پر ۳۰مه د پوځ په ډرون بریدونو کې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژل شوی او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د وژل شوي ولسي کس جسد یې پر هغه شپه د احتجاج په ډول د باړې په مرکزي څلور لاره کې اېښی وو. خلکو له حکومته غوښتنه کوله چې پوځ او وسلوال دې د یو بل پر ضد په بریدونو کې ولسي کسان نه په نخښه کوي.
د ډرون دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي دي چې د روان کال ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ میاشت کې حکومت د تیرا میدان خلکو ته ویلي ول چې سیمه دې خالي کړي ځکه چې پوځ هلته د وسلوالو پر ضد عملیات کوي.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د سرحدي ځواک (اېف سي) یوه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر ۳۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې دا بریدونه پرون ماښام شوي دي.
چارواکي دعوه وکړه چې وسلوال له تېرو څو اونیو راهیسې د خيبر په باړه سيمه کې ګرځېدل، پر یوه سرکاري روغتون یې قبضه کړې وه او د پولیسو سرتېري او ولسي خلک یې په نخښه کول.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکو سرچينو د دې دعوې پخلی کړی دی.
بل پلو، د باړې سیاسي اتحاد مشران وايي چې د مارچ پر ۳۰مه د پوځ په ډرون بریدونو کې لږ تر لږه یو ولسي وګړی وژل شوی او درې ماشومان ژوبل شوي دي.
ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې د وژل شوي ولسي کس جسد یې پر هغه شپه د احتجاج په ډول د باړې په مرکزي څلور لاره کې اېښی وو. خلکو له حکومته غوښتنه کوله چې پوځ او وسلوال دې د یو بل پر ضد په بریدونو کې ولسي کسان نه په نخښه کوي.
د ډرون دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي دي چې د روان کال ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ میاشت کې حکومت د تیرا میدان خلکو ته ویلي ول چې سیمه دې خالي کړي ځکه چې پوځ هلته د وسلوالو پر ضد عملیات کوي.
په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
| # | Наименование новости | Тональность | Информативность | Дата публикации |
|---|---|---|---|---|
| 1 | په خیبر کې له وسلوالو سره نښته کې ۱ سرتېری وژل شوی دی | 0 | 3.6 | 20-03-2026 |
| 2 | تیرا کې بارانونو او واورو د کډو ايستلو او نومليکنې لړۍ ځنډولې ده | 0 | 3.84 | 23-01-2026 |
| 3 | د خیبر پښتونخوا او افغانستان په ګڼو سیمو کې د نورې واورې وړاندوینه شوې | 0 | 3.84 | 25-01-2026 |
| 4 | د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام اداره وايي له تيرا د خلکو د نومليکنې او وتلو پروسه روانه ده | 0 | 3.03 | 27-01-2026 |
| 5 | د تیرا خلکو ته د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت تر نامعلومې نېټې غځول شوی | 0 | 4.36 | 24-01-2026 |
| 6 | تیرا کې د ډرون مرمۍ چاودنې ۱ پوځي افسر وژلی دی | 0 | 4.1 | 05-02-2026 |
| 7 | د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ضلعو کې وسلوالو ۷ پولیس او ۱ ماشوم وژلی دی | 0 | 3.72 | 26-02-2026 |
| 8 | عدالت د تيراوالو د کډوالۍ په اړه له صوبايي او وفاقي حکومتونو ځواب غوښتی دی | 0 | 4.76 | 26-02-2026 |
| 9 | خیبر کې د بېنظیر انکم سپورټ په دفتر کې بمي چاودنه شوې ده | 0 | 4.23 | 12-02-2026 |
| 10 | سهېل اپرېدی: له تیرا څخه خلک "په زور" ایستل شوي دي | 0 | 4.1 | 02-02-2026 |